سپین زیړی (hepatitis C) څه ته وایي؟


هیپټایټس سي یو میکروب دی چې ستاسې ځګر ناروغه کوي. د شراب ډېر څښل، د دوا یا ډرګ استعمالول، ځینې کیمیاوي شیان او نور میکروبونه هم کولای شي د ځګر د ناروغتیا سبب وګرځي.

ستاسې ځګر ستاسې د روغتیا لپاره ډیره مهمه ده. که ځګر خرابه شي یا صدمه وویني، نو بیا به په سمه توګه کار ونکړي او کیدای شي تاسي بیمار کړي.

هــیـپـټایــټس سي کله کله د هــیـپ سي “hep C” په نامه هم یادیږي.

زه څنګه په هـیـپـټایـټـس ســي اخته کیدای شم؟


تاسې هغه وخت په هیپټایټس سي (hepatitis C) اخته کیږی که د یو هیپټایټس سي ناروغ وینه ستاسې وینې ته لاره پیدا کړي. که د وینې کچه دومره لږه وي چې آن په سترګو هم ونه لیدل شي، بیا هم تاسي د هيپيټایټس سي په ناروغۍ اخته کیدای شی.

هغه فعالیتونه چې په هغوی کې د دې ناروغۍ د اخیستلو خطر ډیر دي:

  • د دوا یا ډرګ د استعمال په موخه د ستنو، پيچکاريو او د چایو کاشوغو په شریکه توګه کارول. ډېری خلک په دې توګه په هیپټایټس سي (hepatitis C) باندې اخته کیږي
  • په غیرصحي توګه په بدن کې د ټاټو یا خالونو وهل یا په بدن کې سورې ایستل یا دودیز محفلونه نیول
  • د اکوپنکچر، طب یا غاښونو اړوند پروسیجرونه یا عملیاتونه چې په هغو کې ناپاکې ستنې بدن ته دننه کیږي.

هغه فعالیتونه چې په هغوی کې د دې ناروغۍ د اخیستلو خطر کم دي:

  • په هیپټایټس سي اخته مور کیدای شي د حاملګۍ یا زیږون په وخت کې دا ناروغي خپل ماشوم ته ورکړي
  • د غاښونو د برس او د ږیري ماشین په شریکه توګه کارول
  • ناپاکي ستنې سره د روغتیایي کارمنانو په تصادفي توګه په تماس کې راتلل

هغه فعالیتونه چې په هغوی کې د هیپټایټس سي د اخیستلو خطر نشته:

  • د تشنابونو او حمامونو یا د ځان مینځلو ځایونه
  • خوله یا د هیپټایټس سي اخته کس د کالیو پریمینځل
  • د کاشوغو او پنجو، قابونو یا پیالو او ګیلاسونو شریکول
  • د هیپټایټس سي اخته کس په لاس د تیار شوي خواړه یا ډوډۍ خوړل
  • پرنجی وهل، ټوخی کول، مچول یا غیږه ورکول
  • د لمبا په حوضونو کې
  • د حیواناتو یا حشراتو چیچل (لکه د ماشي چیچل)

په اسټرالیا کې واکسین کول، وینه ورکول او د طبې او غاښونو اړوند ټول پروسیجرونه او عملیاتونه محفوظ او بې خطره دي که د هغوی اړوند ټول قوانین او مقررات په پام کې ونیول شي.

زه څنګه پوه شم که زه هیپټایټس سي ولرم؟


په اکثرو خلکو کې د دې ناروغۍ نښې او علامې نه لیدل کیږې او د ناروغۍ احساس نه کوي. د زړه بدوالی یي تر ټولو معموله نښه ده. د پوهیدو یواځنۍ لاره يې داده چې خپله وینه ټسټ یا آزمایښت کړئ.

زه باید کله د وینې آزمایښت یا ټسټ وکړم؟


په لاندې حالاتو کې خپل ډاکټر ته ووایاست چې ستاسې وینه د هیپټایټس سي لپاره معاینه کړي:

  • که چیرې نشه یي مواد یا ډرګ مو کوم وخت ځان ته پیچکاري کړي وي؛ که دا کار مو یو ځل او یا ډېر پخوا هم کړی وي (د جیم یا د بدن د ښکلا په موخه د سټرویید موادو لګول هم په ډرګ کې راځي).
  • که په ژوند کې په کوم هیواد کې زنداني شوي یاست
  • که په اسټرالیا کې له ۱۹۹۰ کال نه مخکې مو د بدن د غړو پیوند کړی وی یا مو وینه اخیستې وي؛ یا دا چې په هر بل هېواد کې د هیپټایټس سي له آزمایښته مخکې تاسې ته دا کارونه ترسره شوي وي
  • که په بدن کې مو خالونه یا ټاټوګان وي یا په بدن کې مو سورې کړي وي
  • تاسې له داسې هېواده راغلي یاست چې هلته ډېری خلک په هیپټایټس سي اخته وي، لکه افریقا، منځنۍ آسیا (مخصوصاً مصر)، مدیترانیي هېوادونه، شرقي اروپا او جنوبي آسیا
  • ستاسې مور هیپټایټس سي ولري
  • تاسې یو نارینه یاست، اچ آی وي (HIV) لری او له سړو یا هلکانو سره جنسي اړیکې لری
  • له هغه چا سره چې جنسي اړیکه لری، په هیپټایټس سي اخته وي.

د هیپټایټس سي ویروس زما په بدن کې څه کوي؟


د هیپټایټس سي ویروس د ځګر حجرو ته دننه کیږي اوهلته نور ویرسونه جوړوي. بدن بیا د ځګر په حجرو کې د ویروس سره مجادله کوي چې دې سره ځګر ته صدمه رسیږي. ځینې وختونه خپله بدن له دې ویروسونو سره د مجادلې په پای کې دا ویروسونه له منځه وړي. دا کار معمولاً د ویروس د نیولو نه وروسته د شپږو میاشتو په منځ کې ترسره کیږي. خو د ډیري خلکو بدن نشي کولای چې ټول ویروسونه له منځه یوسي نو ځکه د کلونو کلونو له تیریدو وروسته ځګر ډیر تخریبیږي او په ځګر کې ډیر زخمونه پیدا کیږي. دې زخمونو ته د ځګر سیروزس (cirrhosis) وایي او کیدای شي چې د ځګر د سرطان یا د ځګر د کاره لویدو لامل شي.

آیا hepatitis C د درملنې وړ ده او آیا بیخي له منځه وړل کیدای شي؟


هو. ستاسې ډاکټر کولای شي تاسې ته داسې درمل درکړي چې هیپټایټس سي بیخې له منځه یوسي.

که زه hepatitis C ولرم، نو آیا لازمه ده چې نورو ته یې ووایم؟


د قانون په اساس تاسې باید لاندې خلکو ته د خپل هیپټایټس سي د وضعیت په اړه ووایاست:

  • که تاسې د وینې په بانک کې وینه ورکوی
  • که تاسې د بدن یو غړی نورو ته ورکوی (لکه پښتورګي)؛ یا د بدن نور مایعات (لکه مني) نورو ته ورکوی
  • د بیمې ځینې کمپنۍ غواړي پوه شي چې تاسې هیپټایټس سي یا نورې ناروغۍ لری او که نه. که تاسې ورته و نه وایاست، نو ښایي د دعوي یا claim په صورت کې تاسې ته پیسې درنکړي
  • که تاسي غواړی د آسټرالیا په دفاعي قواوو یا فوځ کې ځان داخل کړی، نو باید هغوی ته خبر ورکړئ
  • که تاسي یو روغتیایې کارکوونکی یاست او طبي اجراآت ترسره کوی او د کار پر مهال خپل لاسونه نشی لیدلای (لکه جراح یا د غاښو ډاکټر)، نو باید خپل ګومارونکي یا سوپروایزر ته احوال ورکړئ او د اړوند متخصص ډاکټر نه مشوره واخلئ.

تاسي اړ نه یاست چې دغو خلکو ته ووایاست:

  • ستاسي آمر
  • هم صنفي یا د کار ملګري
  • کورنۍ
  • یاران او دوستان.

د یادونې وړ ده چې ستاسې ډاکټر نشي کولای ستاسې د حالت په اړه ستاسې کورنۍ ته ووایي.

زه څنګه کولای شم د هیپټایټس سي له اخته کیدو ځان وساتم؟


  • د دوا یا ډرګ د پیچکارۍ کولو لپاره ستنې، پیچکارۍ او کاشوغې په شریکه توګه مه کاروئ
  • د ټاټو وهلو او د بدن د سوري کولو مرکزونه یا سټوډیوګانې په محتاطانه توګه سره انتخاب کړئ. په دې موخه د مسلکي او جواز لرونکو کسانو ته ولاړ شئ. ځان په دې یقیني کړئ چې دوی د هر نوي مشتري یا کس لپاره نوې ستنه او رنګ وکاروي.
  • که تاسې له یوه کس نه د ډیرو کسانو سره جنسي اړیکې لری، نو هر وخت له کانډوم نه کار واخلئ؛ په خاصه توګه که تاسې یو سړی یاست او له نورو سړو سره جنسي اړیکې لری
  • په هغو هېوادونو کې له وینو او د وینو له محصولاتو ځان لرې وساتئ چې مرسته شوې وینه د اخیستلو نه مخکې نه ټسټ کیږي
  • د ږيرې ماشین او د غاښو برس مه شریکوئ
  • که تاسي یو روغتیايې کارکوونکی یاست، نو هر وخت معیاري او منل شوي تدابیر تعقیب کړئ.

حتی که تاسې پخوا هم هیپټایټس سي درلوده او د دوا په مرسته د هغې درملنه شوې وه، د دې امکانات شته دي چې تاسې بیا هم په هیپټایټس سي باندې اخته شی.

زه چیرته کولای شم مرسته او مشوره واخلم؟


په آسټرالیا کې ډېرې مرستندویه ډلې شته دي چې ستاسې لپاره مرسته، مشوره او ملاتړ ارایه کړي.


د هیپټایټس د ټولنې څخه مرسته ترلاسه کړئ

نور مالومات