STI’ څه ته وایي؟


STI د (جنسي اړیکو له لارې د لیږدیدونکو میکروبونو) په مانا ده.

STIs هغه ناروغۍ دي چې د جنسي معاملو یا اړیکو په نتیجه کې تاسې نیسي.

زه څنګه د STI په ناروغۍ اخته کیږم؟


د STI مکروبونه په پوستکي، وینې او جنسي مایع لکه مني او د ښځې د فرج په افرازاتو یا مایعاتو کې ژوند کوي.

STI (د خولې، مخې یا شا لخوا) د جنسي اړیکې یا د ښځو یا نرانو د جنسي آلو سره د تماس په نتیجه کې تاسې نیسي.

تاسې هله په STI اخته کیږی که له کانډوم نه کار وانخلی.

STIs دننه په بدن کې څه کوي؟


STIs په ښځو کې لاندې تکلیفونه رامنځته کوي:

  • د معدې شدید درد
  • د فرج یا د لمن لاندې ځاي نه د افرازاتو یا ښیرې راوتل
  • د مهبل یا فرج سره نږدې د وینې داغونه پیدا کیدل
  • د رحِم نه دباندې د ګیډې په بله برخه کې د جنین یا ماشوم وده کول
  • د وخت نه مخکې د ماشوم زیږیدل (د جنین سقط یا د ماشوم ضایع کیدل)
  • نوی زیږیدلی ماشوم به ډیر ناروغه وي

STIs نرانو ته لاندې ستونزې رامنځته کوي:

  • نران د ماشوم د راوړلو توان د لاسه ورکوي
  • د قضیب یا نارینه د تناسلي آلې څخه د افرازاتو یا ښېرې وتل
  • په قضیب یا تناسلي آلې باندې داغونه رامنځته کوي
  • د ادرار یا تش متیازو د وتلو په وخت کې په تناسلي آلې کې د سوزش احساس کیږي.

زه څنګه پوه شم چې زه د STI ناروغي لرم؟


ډېری خلک په دې نه پوهیږي چې دوی د STI ناروغي لري. دا ځکه چې دوی روغ ښکاري او د روغتیا احساس کوي او د هغوی په بدن کې د ناروغۍ هیڅ ډول نښې یا علامې نه لیدل کیږي. د پوهیدو یوازینۍ لاره یې دا ده چې د دوی لابراتواري معاینات وشي. د بېلابېلو STIs د معلومولو لپاره مختلف آزمایښتونه شته دي. دغه لابراتواري معاینات په لاندې ډول دي:

  • د ادرار یا تش متیازو معاینات
  • د وینې معاینات
  • د تناسلې آلې څخه د پُنبې (سواب) پواسطې د موادو اخیستل او په هغوی کې د میکروب معلومول

تاسې ښایې یوه یا پورتنې ټولې معاینې ترسره کړی. ستاسې ډاکټر به تاسې ته ووایي چې تاسې کومو معایناتو ته اړتیا لری.

آیا STIs د درملنې وړ ده او آیا دوی بیخې له منځه وړل کیدای شي؟


ځینې STIs د درمل په مقابل کې ځواب ورکوي او ډېر ژر له منځه ځي. خو د ځینې نورو STIs ګانو بیا یوازې درملنه کیږي خو بیخي له منځه نه ځي.

کیدای شي د درمل له ختمیدو وروسته تاسې بیا په STI باندې اخته شی – حتی که STIs له منځه هم تللي وي.

زه باید کله لابراتواري معاینات وکړم؟


تاسې باید په لاندې حالاتو کې د STI آزمایښتونه ترسره کړئ:

  • که تاسې له کانډوم پرته (د خولې، مخې یا شا لخوا) جنسې اړیکې ونیسی
  • که تاسې د ناروغۍ نښې ولری
  • که تاسې د خپل جنسي روغتیا په اړه اندیښمن یاست
  • تاسې ګومان کوی چې د STI ناروغي لری
  • د جنسې اړیکې پر وخت ستاسې کانډوم وشکیږي یا ووځي
  • تاسې یا ستاسې جنسي ملګری له بل چا سره جنسي اړیکه ونیسي
  • تاسې یا ستاسې جنسي ملګری له نورو خلکو سره پخوا جنسي اړیکې درلودې
  • تاسې ستنې، پیچکارۍ یا کاشوغې د درمل یا ډرګ د استعمال لپاره له نورو سره شریکوی
  • تاسې یوه نوي جنسي اړیکه پیل کړې وي.

د STI معاینه څه شی دی؟


دا چټکه، له درد پرته او معمولاً وړیا معاینې دي. دا معاینې د ښځې او نرانو تر منځ توپیر لري. ډاکټر یا نرس به په کمه اندازه د بدن مایعات (لکه تش متیازې، لاړې، د ښځې د فرج مایع یا وینه) د معاینې لپاره راواخلي. ځینې معاینات تاسې پخپله هم کولای شی.

په یوه یا دوه هفتو کې د دې معایناتو نتیجه راوځي.

زما د معاینې نتیجه )مثبته( وه. زه څه کولای شم؟


یوه مثبته نتیجه دا مانا ورکوي چې تاسې STI لری. ډاکټر به تاسې ته داسې درمل درکړي چې زر کار ورکړي او استعمال یې آسانه وي.

په یاد مو وي چې د ځيني STI ګانو درملنه کیږي خو بیخي له منځه نه ځي.

که زه STI ولرم، نو آیا چا ته یې ووایم؟


تاسې باید د خپل جنسي اړیکو ملګري ته ووایئ او هغوی دې هم باید دغه معاینه ترسره کړي. که د جنسي عمل ملګری مو معاینه نشي او دوا ونخوري، نو تاسې به په دوامداره توګه یو بل ته STI انتقالوی.

که تاسې خپل د جنسي اړیکو ملګري ته نشی ویلای، نو ډاکټر یا نرس ته ووایئ چې له هغوی سره وغږیږي. دوی ستاسې د نامه له اخیستو پرته په یوه خاصه توګه له هغوی سره د دې معاینې او دوا په اړه غږیږي. دې روش ته د اړیکې څارل (Contact Tracing) وایي.

تاسي اړ نه یاست چې لاندې کسانو ته ووایاست:

  • ستاسې آمر
  • د کار ملګري
  • دوستان
  • کورنۍ

زه څنګه په دې مطمین شم چې STI بل چا ته نه انتقالوم؟


  • له جنسې اړیکې تر هغې ځان لرې وساتئ چې تاسې او ستاسې د جنسي عمل ملګري دوا نه وي ختمه کړي
  • د جنسي عمل په وخت کې له کانډوم نه کار واخلئ

زه څنګه کولای شم د STI له مصاب کیدو ځان لرې وساتم؟


د STI څخه د ځان ژغورنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د هر جنسي مجامعت په وخت کې له کانډوم نه کار واخلی.

نور مالومات