Allgood.org.au ته ښه راغلاست!


 

دا ویب پاڼه تاسې ته د تور زیړی یا هیپټایټس بي (hepatitis B)، سپین زیړي یا هیپټایټس سي (hepatitis C)، اچ آی وي (HIV)، او د جنسي اړیکو له لارې د انتقال وړ (STIs) ناروغیو په اړه مالومات درکوي. تاسې کولای شي په چپه برخه کې د مینو یا لسټ په دُکمو یا بټنو کلیک وکړئ او نور مالومات ترلاسه کړئ.

 

که غواړئ د هیپټایټس بي، هیپټایټس سي، اچ آی وي (HIV) یا STIs په اړه نور مالومات تر لاسه کړی، نو د سرچینو (Resources) په بټنې باندې کلیک وکړئ.



د خدمتونو د موندلو (find a service tab) په بټنې باندې کلیک وکړئ څو پخپله سیمه کې نږدې ډاکټر یا د معایناتو یا ټسټونو څانګه پیدا کړئ. تاسې کولای شی دلته داسې یو ډاکټر هم پیدا کړئ چې ستاسې په ژبه (پښتو) خبرې وکړي.


 

تاسې کولای شی په ټولنه کې داسې ادارې هم پیدا کړی چې هلته داسې کسان وي چې د اچ آی وي او STI لرونکو کسانو د ژوند کولو په طریقې باندې پوه وي. د دې لپاره د ټولنې څخه د مرستې (get support from community) بټنې باندې کلیک وکړئ.



دا ویب پاڼه نشي کولای ووایي چې آیا تاسې په هیپټایټس بي، هیپټایټس سي، اچ آی وي (HIV) یا STIs اخته یاست او که نه. همداراز دا ویب پاڼه تاسې ته نشی ویلای چې آیا تاسې درمل ته ضرورت لری او که نه. نو که تاسې اندیښنه لری، نو ډاکټر ته ولاړ شی او یا دا چې د معایناتو مرکز ته ولاړ شئ او له هغوی وغواړئ چې ستاسې معاینات وکړي.


تاسې څه غواړئ وکړی؟


بله پاڼه

چیرته مرسته او مشوره اخیستی شم؟