سيفليس څه شی دی؟

سيفليس يو د جنسي جماع له لارې انتقاليدونکی انتان دى چې د بکتيريا له وجې رامنځته کيږي او يادې پکتيريا ته تريپونيما پاليدوم وايي.


زه څنګه سيفليس اخلم؟


ته له لاندې شيانو څخه سيفليس اخيستلی شې:

• د يو چا د سيفليس له وجې زخمي يا شڼيدلي برخې باندې لاس ، ان که هغه برخه په مشکل ښکاري
• که چيرې ته له کانډوم پرته له بل کس سره يا له مخې يا د شا او يا هم خولې له لارې جنسي اړيکه ټينګه کړې.
• انتاني وينې سره په تماس کې راتلل
• اميندواره ميرمن سيفليس بيماري خپل ماشوم ته ليږدولی شي

سيفليس او ماشومان (ارثيسيفليس)


يوه اميندواره ميرمن کولی شي چې د وينې له لارې د سيفليس ناروغي خپل ماشوم ته ورکړي، ځيني وخت ماشوم مړ يا معيوبه پيدا کيږي، دې حالت ته ارثي سيفليس Congenital Syphilis وايي او دا اسټراليا کې معمول نده.
اکثر وخت ماشومان د سيفليس علايمو پرته پيدا کيږي ولې بيا دا ماشومان ډير بيماران کيږي.

زه څنګه پوه شم چې ايا سيفليس لرم؟


ډيري وخت د سيفليس علايم شتون نه لري او هغه کسان چې د سيفليس ناروغي لري هغوی د ښه روغتيا او سالمه احساس کوي.
يوازې د وينې معاينه کولی شي تاسو ته ووايې چې ايا سيفليس لرئ او که نه.
ښځې بيا د د سيپهلين ناروغی معاينه د اميندوارۍ ۱۲ اونۍ کې وکړي او يا لومړي ځل باندې چې ډاکټر ګوري.
ځيني ميرمنې بايد خپل اميندوارۍ په وروستي وخت کې د سيفليس ناروغی معاينه بيا وکړي.

که زه سيفليس ناروغي ولرم نو څه وکړم؟


جنسي عمل مه کوئ حتی له کانډوم سره هم، او دا تر هغه وخت پورې چې ستاسو درملنه نه وي خلاصه شوي.
• که چيرې تاسې سيفليس لرئ نو خپل جنسي اړيکې ملګري يا ملګرو ته وواياست ترڅو هغوی هم معاينه وکړي.
ستاسو ډاکټر له تاسو سره په دې فيصله کې چې چا ته ووايئ او په خبرولو کې يې مرسته کولاى شي.

ايا د سيفليس درملنه او علاج کيداى شي ؟


• هو، د سيفليس د بيچکاريو يو کورس سره يې درملنه کيدای شي. د يادې بيمارۍ درملنې موده دې پورې اړه لري چې سيفليس په کوم مرحله کې دى. تاسې بايد د ډاکټر هر ځل ټاکل شوي ليدو ته ورشئ.
• کله چې تاسې د سيفليس ناروغۍ درملنه خلاصه کړئ نو يو ځل بيا معاينه وکړئ ترڅو دا يقيني کړئ چې ستاسو درملنه سمه شوې وي.
• ښځې کولی شي د سيفليس ناروغۍ درملنه خپل اميندواری شروع وختو کې وکړي ترڅو خپل ماشوم د يادې بيمارۍ اخيستو څخه وژغوري.
• تاسې د سيفليس ناروغي بيا هم اخيستلی شئ حتی که تاسو يې مخکې درملنه هم کړي وي.

زه خپل ځان دسيفليس ناروغۍ څخه څنګه وژغورم؟


• خپل د ځان او هم جنسي اړيکو ملګري سيفليس ناوغۍ لپاره معاينه وکړئ. که چيرې له يو څخه ډير جنسي اړيکو ملګري لرئ يا ستاسو ملګرى د ډېرو کسانو سره جماع کوي نو بيا وخت په وخت معاينه وکړئ. هر څومره چې جنسي عمل ملګرو شمير مو ډير وي هغومره پر سيفليس باندې مبتلا کيدو خطر ډير وي.
• خپل د ځان او هم جنسي ملګري درملنه وکړئ ترڅو تاسې سيفليس ناروغي يو بل ته ورنه کړئ او يا يې نورو ته ور نه کړئ.

• له مخې، شا او يا خولې له لارې جنسي عمل ترسره کولو خت کې له کانډوم څخه کار واخلئ، حتی خپل اوږدمهالي ملګري سره جنسي عمل ترسره کولو وخت کې او هم کله چې له نورو سره يې ترسره کوئ.

• جنسي عمل ترسره کولو څخه مخکې خپل نوي ملګري ته د کانډوم د استعمال په اړه وواياست.

• هيڅکله هم جنسي عمل له هغو کسانو سره مه ترسره کوی کوم چې د سيفليس ناروغي لري او حتی له کانډوم سره هم جنسي عمل مه ترسره کوی او دا تر هغه چې د ياد کس بشپړه درملنه نه وي شوې.

زه څنګه دا يقيني کړم چې کوم بل کس ته د سيفليس بيماري ورنه کړم؟


• له هيچا سره جنسي اړيکه مه نيسي حتی له کانډوم سره هم، او دا تر هغې مه نيسئ ترڅو چې ستاسو درملنه بشپړه شوې نه وي.
• د سيفليس معلومولو لپاره وخت په وخت معاينه وکړئ که چېرې تاسي له يو نه زيات جنسي ملګري لرئ يا ستاسې جنسي ملګرې ډېرو کسانو سره جماع کوي. تاسې کېداى شي بيا په سيفليس اخته شئ..

زه له کوم ځای څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولی شم؟


تاسې لدې کسانو مرسته ترلاسه کولی شئ.
o ډاکټر
o د جنسي روغتيا کلينيک
o د ټولنې د روغتيا يي خدمتو برخه
o د فاميل پلان له مرکزو څخه

نور مالومات