کلميډيا څه شی دی؟

کلميډيا يو عام جنسي اړيکې له لارې انتقاليدونکی انتان يا التهاب (STI) دى چې د بکتيريا له وجې رامنځته کيږي او ياد بکتيريا ته کلميډيا تراکوماتيس وايي.


زه څنګه کلميډيا اخلم؟


ته کلميديا داسې حالت کې اخيستلی شې که چيرې ته له کانډوم پرته له بل کس سره چې په کلميديا اخته وي يا له مخې يا د شا او يا هم خولې له لاررې جنسي اړيکه ټينګه کړې.
ته د کلميډيا انتان يا التهاب د عامه تشنابو، عامه لامبو ځايو او يا له عامو خلکو سره تماس له وجې نه اخلې.

د کلميډيا انتان پر بدن څه کوي؟


سړيو لپاره
o سړي ته کلميډيا پهخپل تناسلي اله، کلمو يا ستونه کې پېدا کيږي.
o کلميډيا سړيو کې د هګيو درد او پاړسوب پيدا کوي او هم هغه نلکه کوم چې سپرم ليږدوي هغه کې ګزک او زخم پيدا کيږي.

ښځو لپاره

o ښځو کې کلميډيا پهتناسلي اله، يا هم ستونه کې پيدا کيږي. که چيرې ددې درملنه ونه شي نو ښځې نشي توانيدلی چې ماشوم پيدا کړي.
o کوم ښځې چې کلميډيا لري کولاى شي بعضې وخت دا انتان د ماشوم د زېږون په وخت کې ماشوم ته انتقال کړي. دا کولاى شي چې ماشوم د پختورګو او يا سترګو په انتان اخته کړي.

زه څنګه پوه شم چې ايا زه کلميډيا لرم؟


ډيري خلک نه پوهيږي چې کلميډيا لري ځکه چې هغوی کې نښې او علايم نه ښکاري.
د متيازو يو اسانه او چټکه معاينه تاسو ته ويلی شي چې ايا کلميډيا لری او که نه. تاسې د کلميډيا معاينه خپله هم کولی شئ.

سړيو لپاره

سړيو لپاره د کلميډيا نښې او علايمو کې دا شامله دي:
o تناسلي الې خوله کې سور والی او يا درد
o د متيازو ډيرولی او يا متيازو کولو وخت کې سوځی
o له تناسلي الې څخه د مزې صافو اوبو وتل

ښځو لپاره

ښځو لپاره د کلميډيا نښې او علايمو کې دا شامله دي:
o تناسلي الې له لارې غير معمول
o غير منظمه وينه ورکول( په ځانګړي ډول له جنسي اړيکې وروستي)
o په کونغري کې درد، په ځانګړي ډول جنسي عمل وخت کې
o د متيازو ډيروالی او متيازو وخت کې سوځی.

که چيرې زه کلميډيا ولرم نو څه بايد وکړم؟


له خپل ډاکټر څخه درمل واخله.
خپل د جنسي اړيکې ملګري ته ووايه چې ته کلميډيا لرې او هغه هم بايد ځان معاينه کړي. ستا د جنسي اړيکې ملګری هم کيدای شي کلميډيا ولري او هغه يې يو ځل بيا تاته درکړي.
هغوی کولی شي چې کلميديا نورو ته هم ورکړي.
که ستاسو د جنسي اړيکې ملګری د کلميډيا معاينه نه کوي نو خپل ډاکټر څخه هغې لپاره هم درمل واخلی او ورته يې ورکړئ.
درې مياشتې وروسته تاسې او هم هر هغه کس سره چې مو جنسي اړيکه نيولې وي بايد يوځل بيا د کلميډيا معاينه وکړئ.

آيا د کلميډيا درملنه يا مخنيوی کيږي؟


هو. کلميډيا درملنه يوې ګولی خوړلو سره کيږي. ولې که چېرې کلميډيا په وخت پيدا نشي او وروسته ستاسو بدن کې معلومه شي نو بيا درملنه يې ډير وخت اخلي.
که چېرې د کلميډيا درمل خورئ نو يوې اونۍ پورې جنسي عمل مه کوئ.
که چيرې تاسو پخوا کلميډيا لرلی وي نو امکان لري چې بيا يې واخلئ.

پر کلميديا ناروغۍ مبتلا کيدو څخه څنګه ځان وژغورم؟


خپل د ځان او جنسي اړيکې ملګري معاينه وکړئ. که چيرې له يو څخه ډير جنسي اړيکې ملګری لرئ او يا ستاسو جنسي ملګری له نورو سره جنسي عمل کوي نو هغه حالت کې په منظم ډول بايد معاينه وکړئ. که چيرې د جنسي عمل ډير ملګري لری نو د کلميډيا ناروغۍ اخيستلو خطر ډير وي.
خپل درملنه وکړئ: خپل ملګري ته هم ووايې چې ځان معاينه کړي او درملنه وکړي ترڅو تاسې دا بيماري يو بل ته ورنه کړی.
له مخې،شا او خولې له لارې جنسې اړيکو وخت کې کانډوم وکاروئ.
له جنسي عمل څخه مخکې خپل نوي ملګري سره ته د کانډوم د استعمال په اړه وواياست.

زه څنګه دا يقيني کړم ترڅو کوم بل کس ته کلميډيا ورنه کړم؟


هر کله چې جنسي عمل ترسره کوی، په ځانګړي ډول له نوي ملګري سره نوله کانډوم څخه کار واخلئ.

په منظمه توګه معاينه وکړئ که چيرې تاسې له يو څخه ډير جنسي اړيکو ملګري لرئ او يا ستاسو جنسي اړيکو ملګری له يو څخه ډير جنسي اړيکو ملګري لري.
تاسې د کلميډيا بيماري بيا هم اخيستلی شئ حتی که تاسو مخکې لرلې وي.

زه له کوم ځای څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولی شم؟


تاسې لدې کسانو مرسته ترلاسه کولی شئ.
o ډاکټر
o جنسي روغتيايي کلينيک
o د ټولنې د روغتيايي خدمتو برخه
o فاميلي پلان له مرکزو څخه

نور مالومات